لغمان کې له رضاکاره ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵۴
........

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو رضاکاره ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د لغمان د ځوانانو چارو امر د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ناسته د رضاکاره ځوانانو سره د ښې همغږۍ، د دوی د نظریاتو د اوریدو او په بیړنیو حالاتو کې د رضاکاره فعالیتونو د ترسراوي په موخه د کميټې جوړولو په پار جوړه شوې ده.
د ناستې په لړ کې یو شمېر ځوانانو خپل نظریات وړاندې کړل او ویې ویل: د بیړنیو حالاتو لپاره د کمیټې جوړول مهم دي، موږ په دې برخه کې چمتو یو چې د ځوانانو چارو امریت سره پوره همکارۍ وکړو او د ولسونو لپاره رضاکار خدمتونه ترسره کړو.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي د رضاکاره ځوانانو فعالیتونه وستایل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د هېواد او ولس لپاره رضاکار فعالیتونه ترسره کوي، نوموړي د ځوانانو چارو امریت په نوښت د بیړنیو حالاتو لپاره د رضاکاره ځوانانو د کمیټې جوړول یو ښه اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې په دې کمیټې کې د لغمان د بېلابېلو سیمو ځوانان باید برخه واخلې.
۱۴۴۷/۵/۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS