بدخشان کې ۵۰۰ کلنه لرغونې مغاره کشف شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۵۰
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې خاش ولسوالۍ کې یو لرغونې مغاره کشف شوه، چې له پنځو پیړیو څخه زیاته تاريخي مخینه لري.
د فرهنګ او هنر آمر، چې د تاریخي اثارو د څېړنې په موخه د یو پلاوي په مشرۍ خاش ولسوالۍ ته سفر کړی و، وویل: دا مغاره د کج‌ ګر‌دن په سیمه کې هغه وخت وموندل شوه، چې د سیمې اوسېدونکو د یوې خاورینې تپې کیندنه کوله، ترڅو له خاورې څخه یې د کورونو جوړولو د موادو په توګه استفاده وکړي.
د فرهنګ او هنر د آمر په وینا لومړنۍ څېړنې ښیي، چې دا مغاره د اسلام له راتګ مخکنيو دورو پورې تړاو لري، ښایي د زردشتي مذهب د عصر څخه وي.
 د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د يادې مغارې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پیژندنې ریاست ته معلومات ورکړي دي، ترڅو یو مسلکي ټیم او عصري وسایلو په مرسته د دې مغارې د تاریخي ارزښت او لرغونتوب په اړه کره څېړنه وشي او د هېواد د لرغونو ساحو په لېست کې شامل شي، تر دې مهاله له دې مغارې څخه د سفالي (خټینو) لوښو ټوټې او د ډبرینو شمع دانيو ټوتې موندل شوي دي، چې په اړه يې علمي څیړنې لا هم دوام لري. 
د یادونې وړ ده، چې دغه مغاره بدخشان کې د تازه موندل شویو لرغونو اثارو له ډلې څخه شمېرل کیږي، چې کولای شي د دې سیمې د لرغونو تمدنونو په پېژندنه کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۴/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS