کندز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۱:۲۵
...

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ د سیمه ‌ییزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د ویاندویانو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې موخه یې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ستونزو اوریدل، د رسنیو د فعالیتونو ارزونه او اطلاعاتو ته د لاسرسي پیاوړتیا وه.
د اطلاعاتو آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خبریالانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې دغه ریاست د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په رڼا کې د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
همداراز د خبریالانو د خوندیتوب ولایتي کمېټې استازي ضیاءالحق زاهد د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: په کندز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخې ته تر هر بل وخت زیاته پاملرنه شوې او ټول مسؤلین خپلې کړنې او لاسته راوړنې په روښانه توګه له رسنیو او خبریالانو سره شریکوي.
په ورته وخت کې د کندز ولایت مقام ویاند سميع ‌الله بیت ‌الله وویل: د ولایت مقام دروازه تل د ټولو خبریالانو پر مخ پرانېستې ده، نوموړي په رسنیزه برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه. 
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل‌ محمد الیاس د خبریالانو د دوامداره هڅو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې یاد ریاست د رسنیو او خبریالانو د لا پرمختګ لپاره په هره برخه کې همکاریو ته چمتو دی، ښاغلي الیاس له خبریالانو وغوښتل چې د کندوز په کچه خپل فعالیتونه لا پیاوړي کړي.

۱۴۴۷/۴/۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS