دایکندي کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه غونډه وشوه
د ناوړه دودونو مخنیوي کمېټې غونډه د دایکندي ولایت د مرستیال والي په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئیس او کمیټې د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه خلکو ته د عامه پوهاوی ورکولو په برخه کې ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي.
په دې غونډه کې د کمیټې غړو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷مې ګڼې فرمان تطبیق په اړه خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.
دغه راز د دایکندي ولایت مقام مرستیال مولوي احسان الله رحمتیار د دغه کمېټې فعالیتونه مهم یاد کړل او د یاد فرمان تطبیق لازمي وګڼه.
په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق په څرنګوالي بحث او لازمې پریکړې وشوې.
۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق
