د امام ابوحنیفه رحمه الله د حیرت انګېزه پېښو کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۳۳
.........

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفه رحمه الله د حیرت انګېزه پېښو کتاب لوستنې سیالۍ د ۱۵۰ تنو ځوانانو پایلې اعلان شوې.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ګډونوالو ته د کتاب، مطالعې، عامه کتابتونونو پر ارزښت او فکري جګړې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلام مبارک دین ته خدمت او د هېواد پرمختګ له مطالعې پرته ناشونی دی،  نو اړینه ده چې ځوانان مطالعې ته مخه کړي.
ورپسې د سروبي ولسوالۍ ولسوال ښاغلي قاري محمد عمران د دا ډول فرهنګي پروګرامونو جوړول وستایل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځانګړې توګه د عامه کتابتونونو له ریاست څخه یې د ورته نورو سیالیو او پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د یادې سیالۍ شل تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS