تخار کې د مشاعرو د تنظیم قانون تشریح شو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مشاعرو د تنظیم قانون شاعرانو او لیکوالانو ته تشریح کړ.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې چې شاعرانو، لیکوالانو، ځوانانو او علماوکرامو ګډون کړی وو، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري له لوري د امیرالمومنین حفظه الله فرمان (مشاعرو د تنظیم قانون) تشریح کړ او په شاعرانو یې ټینګار وکړ، چې دغه فرمان کې ذکر شویو اصولو په رڼا کې شعر ولیکي او په خپلو اشاعرو کې د حکمت او علم په نظر کې نیولو سره له شهواني او تعصبي شعرونو لیکلو څخه د ډډه وکړي.
د تالقان ښار جامع جومات خطیب شېخ محمد زکریا فایز د اسلام له نظره د شعر په اړه وینا وکړه او ویې ویل: حماسي او انقلابي شعرونه د مجاهدینو او د حق د لارې د مبارزینو د هڅونې لپاره جایز دي او د جهاد پر مهال حماسي شعرونو خپل ارزښت ساتلی دی.
شاعرانو هم خپل شعرونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او د دغه پروګرام له جوړولو څخه یې هر کلی وکړ او ویې ویل: د دغو اصولو په رڼا کې به له حکومت سره یو ځای پر مخ ځي.
۱۴۴۷/۳/۱۰ هـ ق
