د نصرت آباد کلا او مملیک تپې لرغونو سیمو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۲
...

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د نصرت آباد کلا چې د شاه امان الله خان دورې کې جوړه شوې او د سیمې په کچه ځانکړی ارزښت لري او مملیک لرغونې تپې څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم د یادو لرغونو سيمو څخه د لېدنې په ترڅ کې وویل: نصرت آباد کلا په ځانګړي جوړښت او لرغونتوب د خلکو په زړونو کې ځای لري او مملیک لرغونې تپه د لرغوني تمدن لرلو له امله کولای شي، چې په لرغون پېژندنه او فرهنګي مطالعاتو کې ځانګړی رول ولوبوي.

نوموړي د لرغونو آبدو په ساتنې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د دغو لرغونو سيمو په اړه څېړنه، څارنه او مستند کول په جدیت دوام لري.

د ښاغلي معتصم په وینا د فرهنګي میراثونو ساتنه، نه یوازې زموږ د تېر تاریخ څرګندونه کوي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره فرهنګي پانګه هم بلل کېږي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS