ننګرهار کې د غږیزو رسنیو مسلکي ارزونه پیل شوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۲
..

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر وايي: دغه ولایت کې ټولې غږیزې رسنۍ په مسلکي ډول ارزیابي کیږي، ترڅو شته نیمګړتیاوې یې تشخیص او د اصلاح په برخه کې ورسره همکاري وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ د غږيزو رسنیو د خپرونو مهال ‌وېش، د کارکوونکو تشکیلات، د خپرونو محتوا او د رسنیو همکاري د دغې ارزونې مهمې برخې دي.
 د نوموړي په وینا؛ له دې ارزونې يې موخه دا ده، چې د غږيزو رسنیو فعالیتونه معیاري، د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د رسنیو ستونزو ته واقعي حل‌ لارې وموندل شي، ټولو رسنیو ته سپارښتنه شوې، چې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو تر چتر لاندې داسې محتوا خپره کړي، چې له ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او خلکو ته مثبت الهام او زده‌ کړه ورکړي، ادبي، ټولنیزې او نورې خپرونې باید د ټولنې له دیني، اخلاقي او کلتوري اساساتو سره سمون ولري او رسنۍ باید له نومونو څخه د محتوا د پټولو لپاره ناوړه استفاده ونه کړي.
نوموړي دا هم وویل: چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د رسنیو اقتصادي ستونزو ته مناسبې حل‌ لارې پیدا او هڅه به وکړي، چې د رسنیو د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ کوونکو جذب ته زمینه برابره کړي.

۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

ټولنیزې رسنۍ د ځوان نسل د فکري رغونې په موخه باید وکارول شي

دغه څرګندونې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ټولنیزو رسنیو (یوټیوب، ټویټر/ایکس، فسبوک، انسټګرام...) له یو  شمېر چلوونکو سره په لیدنه کې وکړې.
ښاغلي رسولي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهېر د لاښه کېدو په موخه د اړوند شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو سره د مرکز او ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

غور کې د غوریانو دورې اړوند یو شمېر طلایي سکې کشف شوې دي

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې د غوریانو د حکومت دورې اړوند ۶۰ طلایي سکې چې بعضې یې نیمه تخریب شوي، د یوې کوزې سره په لاس راوړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS