نیمروز کې خبریالانو لپاره د څېړنيز او سیار ژورنالېزم پنځه ورځنی علمي سمینار جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۲:۱۳
...

د نیمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د یاد ولايت خبريالانو ته د څيړنيز او سیار ژورنالېزم په اړه پنځه ورځنی علمي سمينار جوړ شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب ‌الله الهام وویل: د دې ډول سمینارونو ترسره ‌کول مرسته کوي، چې خبریالان د ژورنالیزم له اصولو او اساساتو سره ښه بلد شي او وړتیاوې یې لا پراخې شي، تر څو خپل کار په ډاډ او مؤثریت ترسره کړي.
په لوېديځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسؤول او د سمینار وړاندې کوونکي شمیل ‌احمد مشعل د څېړنیز ژورنالیزم، د راپور د ډولونو، د څېړنیزو راپورونو د ډولونو، د خبریالۍ د مهارتونو، د څېړنیز راپور د برابرولو بهیر، سیار ژورنالیزم، د سیار ژورنالیزم ګټې، جعلي خبرونه، د سیار ژورنالیزم ننګونې او د خبر جوړولو د اخلاقي اصولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همداراز د نیمروز ولایت خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې څخه مننه وکړه او دغه سمینار یې په اوسني عصر کې د خبریالانو یوه مهمه اړتیا وبلله.

۱۴۴۶/۱۲/۱ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS