د اطلاعاتو او کلتور ریاست له شاعرانو او فرهنګپالانو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۳۳
بل

پورته څرګندونې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د دې ولایت له شاعرانو او فرهنګ پالانو سره د غوره فرهنګي او ادبي فعالیتونو ترسره کولو په موخه جوړه شوې ناسته کې وکړې.
دغه راز ښاغلي محمدي دې ولایت کې د شاعرانو او لیکوالانو حضور د ټولنې د عامه افکارو جوړولو برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګ پالو ګډ کور دی، له دوی سره به له هیڅ ډول همکاریو څخه درېغ ونه شي او د دوی د آثارو د خپرولو برخه کې پوره همکاري کوو.
د غونډې په ترڅ کې شاعرانو د فرهنګ او ادب برخه کې خپلې ستونزې، وړانديزونه او اړتیاوې بیان کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو له لوري يې غوښتنو ته د رسیده ګۍ ژمنه وشوه.

۱۴۴۶/۱۱/۷ ه‍ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS