د فکر او قلم لارویانو د لعل پاچا ازمون هڅې وستایلې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۹:۴۵
د فکر او قلم لارویانو د لعل پاچا ازمون هڅې وستایلې

په کونړ کې د فکر او قلم لارویانو په علمي، فرهنګي او ادبي برخو کې د پوهاند لعل پاچا ازمون هڅې وستایلې او هغه یې د هېواد په کچه یو وياړلی شخص وباله.
په ټولنیزو او علمي چارو کې د رییس جمهور سلاکاراو د کابل پوهنتون استاد پوهاند لعل پاچا ازمون په تخليق او تحقیق برخو کې نږدې ۱۰۰ اثار پښتو ژبې او ادب ته وړاندې کړي دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کونړ د فرهنګيانو په استازیتوب نظام الدین مالیار، حشمت ژمن، استاد محمد رضا زهير، محمد شعیب غروال، لیکوال او ژورنالیست عبدالغني هاشمي د استاد په ژوند، اثارو او افکارو خبرې وکړې او ویې ویل: پوهاند ازمون د پښتو ژبې بډاینې لپاره ستر کار کړی او څو چې پښتانه ژوندي وي د استاد یاد به ژوندی ساتي.
له غونډې وروسته پوهاند ازمون د یو شمېر فرهنګیانو په ملتیا د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون ته لاړ او هلته یې سلګونو محصلینو ته د ولسي ادبیاتو په اړه لیکچر ورکړ. ازمون ځوانان د ادبیاتو مسلکي مطالعې ته وهڅول او ترې یې وغوښتل چې د فولکلوریکو ادبیاتو په برخه کې کار وکړي .
اسعد آباد/ د لړم ۲۶مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

پکتیکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

شنبه ( ۲۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ياد ولايت د والي په دفتر کې د دولتي او خصوصي رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۵
Background image

پروان ښوونیز مرکز کې لسګونه ځوانانو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو

شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې شاوخوا۱۰۰ تنه زده کونکو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام پیل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د شهرک ولسوالۍ له لرغونو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه

شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم شهرک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د جام تاريخي او لرغوني منار له وضعيت او د جام منار د ساتونکي پوستې څخه. . .

BACK TO NEWS