د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د شهرک ولسوالۍ له لرغونو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه
شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم شهرک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د جام تاريخي او لرغوني منار له وضعيت او د جام منار د ساتونکي پوستې څخه ليدنه وکړه.
مولوي عبدالحی زعيم د جام منار د ساتونکو ته وويل: لرغوني او تاريخي آثار ملي سرمايه، تاريخي ارزښت او د افغانستان هويت دی، باید ورڅخه په سمه توګه ساتنه وکړو.
ښاغلي زعيم زياته کړه؛ ټول خلک او مسؤلين د اميرالمومنين حفظه الله د فرمان له مخې مسؤليت لري، چې د تاريخي آبدو څخه ساتنه وکړي او هيڅ چاته هم د کيندنو، غصب او قاچاق اجازه ورنکړي.
۲۰۲۴/۵/۴ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ هـ ل