پروان ښوونیز مرکز کې لسګونه ځوانانو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو
شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې شاوخوا۱۰۰ تنه زده کونکو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الرحمن صدیقي ټولو ځوانانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د علم ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه؛ د یاد ریاست ټول امکانات او شته وسايل د ځوانانو چوپړ کې دي، ځوانان دې هڅه وکړي د یادو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې خپلې وړتیاوې لوړې کړي.
نوموړي د ټولو عصري او دیني علومو زده کړه اړینه وبلله او د یوې ټولنې پرمختګ يې د علم او زده کړو وده او پراختیا کې وباله.
په ورته مهال کې یو شمېر زده کوونکو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه دمننې ترڅنګ د داسې کورسونو او پروګرامونو جوړول د ځوانانو ظرفيت لوړونې لپاره خورا اړین ګام ياد کړ.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه له یاد ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شوي دي او لسګونو تنو نورو ته په وړیا ډول پکښې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
۲۰۲۴/۵/۴ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ هـ ل