په کندز کې د ( اطلاعاتو ته د لاسرسي حق) تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۰:۵۷
بلاعت

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوناما دفتر په همکارۍ خبریالانو، د رسنیو مسؤلينو او د دولتي ادارو ویاندویانو ته د ( اطلاعاتو ته د لاسرسي حق) تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل محمد الیاس وویل: شفافه او کره اطلاع‌ رسونه د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اساسي رول لري، رسنۍ او دولتي ادارې باید په بشپړې همږغۍ سره کار وکړي، تر څو معتبر او باوري اطلاعات خلکو ته ورسېږي.
د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوول جی ‌روم د دې ادارې د فعالیتونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د اسلامي امارت له بریا وروسته ملکي تلفات کم شوي، چې له بشري حقونو سره سم یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه؛ اوس مهال د دې اړتیا شته، چې اطلاعات او معلومات ټولو ته د لاسرسي وړ وي، او د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولین باید له خبریالانو سره همکاري وکړي.
خبریالانو د دا ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول روزنیز پروګرامونه د خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر مهم دي، دوی ټینګار وکړ چې د قانوني حقونو څخه خبرتیا ورسره مرسته کوي، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حقیقت پر بنسټ د راپورونو د نشر په برخه کې لا ډاډمن فعالیت وکړي.
په پای کې د کندز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: اطلاعاتو ته لاسرسی یو اساسي حق دی، او ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د قانون په چوکاټ کې اړین اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي.

۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي چارې وڅېړلې

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د تورخم عمري کمپ ته په سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او اړوند مدیریت فعالیتونه وڅېړل.
د ارزونې پر مهال د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۰
Background image

غزني کې له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۲۲۰ تنه فارغ شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړیا ښوونیز مرکز یوولسمې دورې له کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړو څخه ۲۲۰ تنه زده‌ کوونکي تر څلور میاشتنیو زده‌ کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۳۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس د زرنج ښار له خطاطانو او نقاشانو سره وکتل

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام په خپل کاري دفتر کې د زرنج ښار له یو شمېر خطاطانو او نقاشانو سره ولیدل. 
ښاغلي الهام د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ لپاره د. . .

BACK TO NEWS