د اطلاعاتو او کلتور رئیس د زرنج ښار له خطاطانو او نقاشانو سره وکتل

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۳۷
...

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام په خپل کاري دفتر کې د زرنج ښار له یو شمېر خطاطانو او نقاشانو سره ولیدل. 
ښاغلي الهام د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ لپاره د اصولو په چوکاټ کې د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل: هڅه کېږي چې د هنرمندانو هنري آثار ټولنې ته وړاندې شي،په نږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د هنرمندانو د اثارو لپاره یوه ځانګړې هنري مجموعه جوړه شي، ځکه هنر په هره ټولنه کې د پرمختګ کلتوري ودې لپاره اړین دی او هر هنرمند باید د خپل هنر په ارزښت پوه شي.
په ناسته کې هنرمندانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو مننه وکړه، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل او له اطلاعاتو او کلتور رياست سره يې د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.

۱۹/۱۰/۱۴۴۶ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS