د اطلاعاتو او کلتور رئیس تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي چارې وڅېړلې

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د تورخم عمري کمپ ته په سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او اړوند مدیریت فعالیتونه وڅېړل.
د ارزونې پر مهال د یادې کمېټې مسؤل مولوي صدیق‌الله قریشي د کمېټې د چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او شته ستونزې یې شریکې کړې.
ښاغلي نوراني د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې د مسؤلینو فعاليتونه وستايل او ټینګار یې وکړ، چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، همدا راز نوموړي وویل: مسؤلین دې خپلې دندې په رښتینولۍ، ایماندارۍ او پوره ژمنتیا سره سرته ورسوي.

۱۹/۱۰/۱۴۴۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱
Background image

نورستان کې د خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

یاده ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل، ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و. . .

BACK TO NEWS