فاریاب کې د ( امام ابوحنیفه وپېژنئ) کتاب ازموینې پایلې اعلان شوې
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د البرز علمي او کلتوري ادارې د ( امام ابوحنیفه وپېژنئ) کتاب ازموینه کې چې ۳۰۰ تنه ځوانانو ګډون کړی وو، پایلې یې په ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
په دې مراسمو کې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمسالدین محمدي مخکښو ګډون کوونکو ته مبارکي وویله او د دیني زده کړو او مطالعې د اهمیت په اړه یې وویل: د لویو دیني شخصیتونو فکرونه پېژندل د ځوانانو لپاره د لارښوونې څراغ دی؛ دا سیالي یوازې علمي رقابت نه وو، بلکې دا د فاریاب ځوانانو د دیني او کلتوري هویت پیاوړتیا لپاره یوه ګام بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د اول مقام ګټونکي ته یو لپټاپ، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ موبایل، درېیم مقام ګټونکي ته یو قرآن کریم او د څلورم مقام څخه تر پنځلس مقام پورې بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۸/۲۵ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۶ هـ. ل
