د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس د پروان ولایت له مسوولینو سره وکتل

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۰:۴۸
بلات

 د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوی ذبیح الله نوراني او مل پلاوي د پروان ولایت مرستیال والي ابوالوفاء عثماني او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي شمس الحق صدیقي سره وکتل.
په پیل کې مرستیال والي ابوالوفاء راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د جهادي ارزښتونو عمومي ریاست له چارو یې خوښي څرګنده کړه، همدارنګه یې د دې رياست سره په ټولو چارو کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. 
ورپسې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح ‌الله نوراني د جهادي ارزښتونو عمومي ریاست د چارو پر اهمیت، اړتیا او د ولایتونو په رول تفصیلي خبرې وکړې؛ ښاغلي نوراني زیاته کړه چې موږ د ټولو جهادي ارزښتونو په راټولولو او راتلونکي نسلونو ته یې د رسولو په برخه کې هلې ځلې کوو.
همدارنګه د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي وویل: د پروان ولایت د شهیدانو مجاهدینو ډېری سوانح، د هغوی خاطرات او کارنامې مو د اړونده محاذ مشرانو او ډلګۍ مشرانو څخه راټولې کړې دي چې د ځانګړې طرحې او پلان په اساس به یې ځای پر ځای کړو.
په پای کې د پروان ولایت مرستیال والي ابوالوفاء عثماني وویل: په تېر شل کلن امریکایي اشغال کې د شهیدانو مجاهدینو جهادي خاطرات، کارنامې او سوانح راټولول او ساتل خورا مهم کار وباله او په اړوند برخه کې یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

۱۴۴۶/۸/۲۵ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۶ هـ. ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS