د غور د اطلاعاتو او کلتور رئیس د شهرک ولسوالۍ د تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۳۸
dfgh

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د شهرک ولسوالۍ ته په سفر کې د جام تاریخي او لرغوني منار وضعیت، د هغې تاریخي سیمې ځانګړي ځایونه او په ځانګړې توګه د اوبو زېرمه چې ۶ متره اوږده، ۳ متره پراخه او ۴ متره لوړوالی لري او د منار جام څخه یو کیلومتره لرې موقعیت لري، چې لرغون والی یې منار جام سره برابر دی، ارزونه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس تاریخي او لرغونې ودانۍ ملي پانګې، تاریخي ارزښتونو، د هېواد هویت او لرغون والی ګڼلې او د هغوی د لا ښه ساتنې ټینګار  یې وکړ.
هغه ټولو مسؤلینو ته چې د منار جام سیمې سره تړاو لري، لارښوونه وکړه چې د عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د تاریخي ودانیو ساتنه وکړي او هېچا ته هم د دغو ودانیو غصب، کیندنې او قاچاق اجازه ور نه کړي.
یادونې وړ ده چې ښاغلي زعیم په دې سفر کې د جام رود وضعیت څېړلو سربېره د منار ترڅنګ هوټل لیدنه وکړه او د غور - هرات لویې لارې د پروژې له انجنیرانو سره یې هم مشورې وکړې ترڅو د لرغونو او تاریخي سیمو سره نږدې د کار په وخت کې دغو سیمو ته زیان ونه رسېږي.

۱۴۴۶/۸/۱۰ هـ  ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS