‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه ترسره شوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۲۲:۲۹
...

نن شنبه ( ۷ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) له غرمې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه د ياد وزارت د د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزيزي،  د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد، د خپرونو چارو کفیل معين مولوي ضياءالحق حقمل او د مرکزي رياستونو رئيسانو ګډون درلود.

غونډه د قرانکريم په مبارک تلاوت پیل او ورپسې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تشکيل خبرې وکړې، چې راتلونکي کې د ياد وزارت تشکيل په داسې ډول جوړ کړل شي، تر څو د هنر او کلتور، خپرونو چارو او ځوانانو برخه کې لا ډېر ګټور تمام شي او هيوادوالو او همدارنګه بهرنیو سیلانیانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.

د یادې اداري غونډې ګډونوالو هم د راتلونکي کال تشکيل په اړه خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

د غونډې په پای کې د ۱۴۰۴ لمريز کال تشکیلاتو جوړولو او ارزولو په موخه يوه کمېټه جوړه شوه، تر څو د یادې کميټې د فیصلې په اساس نهايي شي او راتلونکي کې  په یادوو شوو برخو کې هيوادوالو ته  لا نور ښه خدمات وړاندې کړل شي.

غونډه د دعايې په لوستلو پای ته ورسېده. 

۱۴۰۳/۸/۱۹ هـ ل

۲۰۲۴/۱۱/۹میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS