ھلمند ولايت عامه کتابتون ته ٢٨٠ جلده کتابونه ډالۍ شول
پنجشنبه (۳۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند عامه کتابتون ته زموږ او ستاسو یو تن هیوادوال ډاکتر محمدولي کشاني د اسلامي، افغاني او ملي احساس لرلو پر بنسټ باندي ٢٨٠ دوه سوه او اتیا جلده کتابونه او ٤٠ څلوېښت چیپټران وسپارل.
د ښاغلي کشاني په وینا؛ د هغه کتابونه چې راسره په کورکي بې ګټې پراته وه، د هېوادوالو د استفادې او بیت المال سره د مرستي په وجه عامه کتابتون ته وسپارل.
د هلمند عامه کتابتون مدیر محسن عمري د نوموړي د نېک نظره او عامه کتابتون ته د کتابونو راوړلو مننه وکړه او نوموړي ته یې د ژوندانه په شرعي لارو کي یې د الله تعالٰی له درباره څخه د مرستي او کومک کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز پر نورو هېوادوالو هم ږغ وکړ،چې عامه کتابتون سره چې ملي شتمني ده، خپل د وس او توان مطابق همکاري او کومک وکړي تر څو د کتاب او نورو اړینو لوازمو له اړخه یو غني کتابتون جوړ شي.
ديادولو وړده،چې وړاندي هم د یو شمېر هېوادوالو له لوري عامه کتابتون ته په زیاته اندازه کتابونه سپارل شوي دي.
۲۰۲۴/۵/۹ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۲۰ ھ ش
