کوه بند ولسوالۍ کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د کوه بند ولسوالۍ د بولغین لیسې په تالار کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق په ټولنه کې د نبي کريم ﷺ د اخلاقو پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او له زدهکوونکو څخه یې وغوښتل، چې له فرصتونو ګټه واخلي او د علم زدهکړې ته لا زیاتې هڅې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، لومړي مقام ګټونکي ته یو لېپټاپ کمپیوټر، دوهم مقام ته یو زیرک ټیلیفون، درېیم مقام ته الفجر ساعت او نورو ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکول شوې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کاپیسا ولایت په نورو ولسوالیو کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ د نبي کريم ﷺ د اخلاقو د پېژندنې او د اسلام په اړه ځوان نسل د پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شوې دي.
۱۴۴۷/۴/۲۷ هـ ق
