کوه ‌بند ولسوالۍ کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
Mon, Oct 20 2025 10:19 AM
.....

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د کوه‌ بند ولسوالۍ د بولغین لیسې په تالار کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم ‌الله وثیق په ټولنه کې د نبي کريم ﷺ د اخلاقو پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل، چې له فرصتونو ګټه واخلي او د علم زده‌کړې ته لا زیاتې هڅې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، لومړي مقام ګټونکي ته یو لېپ‌ټاپ کمپیوټر، دوهم مقام ته یو زیرک ټیلیفون، درېیم مقام ته الفجر ساعت او نورو ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکول شوې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کاپیسا ولایت په نورو ولسوالیو کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ د نبي کريم ﷺ د اخلاقو د پېژندنې او د اسلام په اړه ځوان نسل د پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شوې دي.

۱۴۴۷/۴/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, May 11 2026 3:37 PM
Background image

Representatives of the ALIPH Foundation Pledge to Launch and Continue Numerous Cultural Projects

Mawlawi Atiqullah Azizi, the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with representatives of the ALIPH Foundation: Carlos Eduardo and. . .

Mon, May 11 2026 1:56 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Evaluation Commission Held

On Monday, 24 Dhul-Qa’dah 1447 AH, the regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs was held. . .

Sun, May 10 2026 4:07 PM
Background image

The Minister of Information and Culture Meets with the Human Rights Representative from the UNAMA Office

The Minister of Information and Culture, Sheikh Sher Ahmad Haqqani, held a meeting with Ms. Fiona Frazer, the Human Rights Representative of the United Nations Assistance Mission in. . .

BACK TO NEWS