کونړ کې د ځوانانو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵ تنه فارغ شول

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۱۹
jiju8

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړيا ښوونيز مرکز څخه ۵۵ تنه ځوانان د کمپيوټر له زده کړو فارغ شول. 
غونډه کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نجیب الله حنیف وویل: که غواړو چې هېواد مو د نړۍ سره سیال کړو، نو ځوانان مو باید د اوس وخت په عصري علومو ځان سنبال کړي، غربیانو او لاسپوڅو يې په هيواد کې فکري جګړه روانه کړې ده، چې ځوانان مو له اسلام نه لرې او بې لارې کړي،خو د اسلامي امارت هڅه دا ده، چې خپل ځوانان  د علم په ګاڼه سمبال کړي، ترڅو د دښمنانو د دسیسو مخه ونیول شي.
دځوانانو آمر مولوي شاه محمد ذالفقار وویل: له ښوونيز مرکز څخه ۵۵ ځوانان د کمپیوتر له شپږ میاشتنیو زده کړو فارغ شول، له دې وړاندې هم لسګونه تنه ځوانان د انګلیسي او کمپوتر له زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي او دا مهال هم په یاد مرکز کې له سلو په زیات شمیر کې زده کونکې په زده کړو بوخت دي.
 دغونډې په وروستیو برخه کې د مرستیال والي، د اطلاعاتو او کلتور د رئيس  او دځوانانو چارو د آمر په لاسو فارغو زده کونکو ته تصدیق نامې ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه د (۱۹ د جمادي‌ الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د يادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ‌ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو. . .

BACK TO NEWS