کونړ کې د ټولنيزو شبکو له فعالانو سره ناسته وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۴۵
...

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د ياد ولايت د ټولنیزو شبکو له فعالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نجیب الله حنیف د ټولنيز شبکو له فعالانوسره  په ځانګړې ناسته کې وویل: زموږ او ستاسو مسوولیت دی، چې ټولنه اصلاح کړو او هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې روان دي، زمونږ او ستاسو دکلتور خلاف دې او نه دا د دې ټولنې انځور دی، راځئ چې لاسونه سره يو کړو او خپله ټولنه اصلاح او سم لوري ته سوق کړو.
 د سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد پوهندوی محمد رحيم خاکسار، دیني علماوو او د ځوانانو چارو آمر مولوي شاه محمد په خپلو خبرو کې وويل:  خپل فکر، قلم او علم د دين، خاورې او اسلامي ارزښتنو د لاپياوړتیا لپاره وکاروئ، د خپل اسلامي  او شرعي نظام لپاره په کلکه مبارزه وکړئ، ترڅو د پردیو د دسیسو ښکار نه شئ، دوی ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې ځانونه د علم او پوهې په ګانه سمبال کړي، علم د ځان بسياینې، ټولنې پرمختګ، عزت او د نورو د احتياج څخه د خلاصون يوازينۍ لاره ده.

۱۴۴۶/۴/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS