کندوز کې له یو شمېر تاریخي سیمو څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۴:۲۹
1q

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري ميراثونو د ساتنې مدیر دل‌آغا هاشمي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هدایت په اساس د امام‌صاحب او قلعه‌زال ولسواليو له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه ترسره کړه. 
د کلتوري میراثونو د ساتنې مدير وويل: امام صاحب او قلعه زال ولسواليو ته يې د تاريخي او لرغونو سيمو د ارزونې په موخه سفر کړی و، چې د ځينو تاريخي ځايونو څخه يې ليدنه او ارزونه ترسره شوه، نوموړي زياته کړه؛ چې دا لړۍ به دوام لري او د کندوز ولايت د ټولو تاريخي او لرغونو سيمو ارزونه به کيږي.
د یادونې وړ ده، چې د کندوز ولايت په کچه له ۲۰ څخه ډېرې تاریخي او فرهنګي سیمې شتون لري، چې ددغو سيمو ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو لخوا څارنه ترسره کېږي.

۱۴۰۳/۵/۱۰ ھ ل 
۲۰۲۴/۸/۱ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS