کندوز کې د کتاب نندارتون جوړ شو

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمریت لخوا د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي گل محمد الیاس د کتاب پر ارزښت او مقام خبرې وکړې او له ټولو ښاریانو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو معلوماتو د زیاتوالي لپاره مطالعه وکړي.
ښاغلي الیاس د نندارتون موخه د ځوانانو هڅول او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دودول یاد کړل.
د نوموړي په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې درې کتابتونونه شتون لري، چې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کتابونه لري او هره ورځ د کتاب د مینه والو پر مخ خلاص وي.
د کندوز ښاریانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدام څخه خوښي وښوده او د ورته نورو نندارتونونو دجوړلو غوښتنه يې وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق