کندهار کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول 

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۲۷
قبلفاتن

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۳۸۴ تنه ځوانان د YHDO مؤسسې په همکارۍ  د بېلابېلو  لنډ مهاله زده کړو وروسته فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حزب الله  محمود وايي: د يادو ۳۸۴ تنو ځوانانو له ډلې څخه ۵۶ تنه له سواد زده کړې، ۱۱۱ تنه له انګليسي ژبې، ۱۵۰ تنه له کمپيوټر او ۶۷ تنه يې له فريلانس زده کړو څخه فارغ شول. 
مسؤلين زياتوي؛ دغو ځوانانو ته د مسلکي او باتجربه استادانو له لوري زده کړې ورکول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال لسګونه ځوانان د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند وړيا ښوونيز مرکز کې د عربي، انګليسي او کمپيوتر برخو کې په زده کړو بوخت دي.

۱۴۴۶/۶/۲۶ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ ھـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۸:۴۷
Background image

په ننګرهار کې د عامه کتابتون د لوستونکو شمېر ۳۰ سلنه زيات شوی

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د عامه کتابتون مسؤل ضیاءالدین همت مل وايي: د عامه کتابتون د لوستونکو شمېر د تېر کال په پرتله سږ کال ۳۰ سلنه زيات شوی دی، چې د جمعې مبارکې ورځې په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

دایکندي کې د رسنیو او حکومت ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه

 دایکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه کمیټه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید مصطفی صالح. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۸:۳۱
Background image

هلمند کې له رسنیو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد رياست د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه. 

د غونډې په. . .

BACK TO NEWS