هلمند کې له رسنیو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۸:۳۱
....

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد رياست د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه. 

د غونډې په پیل کې ښاغلي راشد ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او افغاني کلتور سره سم ژمن یو، چې د رسنیو سره همکاري وکړو، د ده په خبره چې اسلامي، افغاني او ملي ارزښتونه لومړیتوب دی او د دې ارزښتونو په رڼا کي باید رسنۍ او خبريالان خپل ملي مسؤلیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ زموږ غوښتنه د رسنیو له مسؤلینو او د رسنیو له استازو څخه دا ده چې د خپلو رسنیو له لاري د ځوانانو د فکري روزنې په نوم د ځوانانو د اصلاح په موخه خپروني جوړې کړي، تر څو مو په چارو کي لا زیات نوښت او پرمختګ را منځته شي.

وروستیو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په نوبتي توګه خبريېوکړې او خپلې ستونزې او غوښتنې یې شریکي کړې، چي د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو له لوري د ستونزو د حل په موخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۶/۲۶ هـ ق

۱۴۰۳/۱۰/۸ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل ژورنالېزم انسټيټيوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړو لړۍ پيل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې آمريت له لورې د کابل ژورنالېزم انستیتیوت ۳۷ تنو زده کړیالانو ته يوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل شوه، چې دوه ورځې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

BACK TO NEWS