کندهار کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول 

tawana_admin
Sat, Dec 28 2024 11:27 AM
قبلفاتن

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۳۸۴ تنه ځوانان د YHDO مؤسسې په همکارۍ  د بېلابېلو  لنډ مهاله زده کړو وروسته فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حزب الله  محمود وايي: د يادو ۳۸۴ تنو ځوانانو له ډلې څخه ۵۶ تنه له سواد زده کړې، ۱۱۱ تنه له انګليسي ژبې، ۱۵۰ تنه له کمپيوټر او ۶۷ تنه يې له فريلانس زده کړو څخه فارغ شول. 
مسؤلين زياتوي؛ دغو ځوانانو ته د مسلکي او باتجربه استادانو له لوري زده کړې ورکول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال لسګونه ځوانان د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند وړيا ښوونيز مرکز کې د عربي، انګليسي او کمپيوتر برخو کې په زده کړو بوخت دي.

۱۴۴۶/۶/۲۶ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ ھـ ل