په ننګرهار کې د عامه کتابتون د لوستونکو شمېر ۳۰ سلنه زيات شوی

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۸:۴۷
Dgjjk

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د عامه کتابتون مسؤل ضیاءالدین همت مل وايي: د عامه کتابتون د لوستونکو شمېر د تېر کال په پرتله سږ کال ۳۰ سلنه زيات شوی دی، چې د جمعې مبارکې ورځې په ګډون هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کسان د مطالعې لپاره دغه کتابتون ته ورځي.

نوموړي زیاته کړه، اوس مهال په کتابتون کې شاوخوا ۱۳ زره بېلابېل کتابونه موجود دي، چې لوستونکي کولی شي، د خپلې خوښې کتابونه پکې مطالعه کړي. هغه وویل: هڅه کوو، چې خپلو مراجعينو ته د نوي عصر مطابق نور امکانات هم برابر کړو.

همت مل له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د پوهې ترلاسه کولو لپاره د مطالعې کلتور خپل کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د اباسین په نوم د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي یوه محصل وویل: درې کاله کېږي هره ورځ دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کوي، نوموړي له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه وغوښتل، چې د کتابونو ترڅنګ د انلاین کتابتون او انټرنېټ امکانات هم برابر کړي، ترڅو د مطالعې په برخه کې له پرمختلليو اسانتیاوو څخه برخمن شي.

 

۱۴۴۶/۶/۲۷ ھـ ق

۱۴۰۳/۱۰/۹ ھـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

BACK TO NEWS