کندهار کې د لوړو زده کړو مؤسسې سره علمي هوکړه ليک لاسليک شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۳:۵۵
..

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې سره په دريو پوهنځيو کې علمي هوکړه ليک لاسليک شو.
د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وویل: د ځوانانو چارو آمريت د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې سره په حقوقو، اقتصاد، سياسي علومو او نړيوالو اړيکو پوهنځيو کې په ۷۵ سلنه تخفيف سره د ځوانانو د جذبولو تفاهم ليک لاسليک کړ، چي علاقمند ځوانان به د کانکور په ازموينې کې تر بريالي کيدو وروسته په يادو پوهنځيو کې زده کړې کوي.
د يادولو وړ ده، چي علاقمند ځوانان ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې ته د ځوانانو چارو آمريت له لوري د يوه ځانګړي فورم له لاري ور معرفي کيږي.

۱۴۴۶/۱/۲۹ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۴ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS