کندهار کې د حضرت جي بابا جامع د ثبت چارې ترسره شوې

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۴:۱۶
..

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ امريت له لوري د حضرت جي بابا لرغونې جامع د ثبت چارې ترسره شوې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند او د تاريخي آبداتو مدير د يادې جامع څخه د ثبت او راجسټر په هدف ليدنه وکړه او د جامع ټولې برخې يې وارزولې.
د حضرت جي بابا تاريخي جامع، چي د کندهار ښار په ۱۴ مه ناحیه کې موقعيت لري، د احمد شاهي دور په ۱۱۸۰ ه ق کال کې په بخارايي سبک جوړه شوې ده.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي:  هڅه کوي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې ټولې لرغونې سيمې او ابدات ثبت او راجسټر کړي.

۱۴۴۶/۱/۲۹ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۴ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS