کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه
کندهار ولايت کې د اطلاعات او فرهنګ رياست له لوري د انارګل دوديزی کلنۍ مشاعره په عينو ښارګوټي کې جوړه شوه.
په ياده مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خير الله خیرخواه، د کندهار والي حاجي ملا شرين آخند، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د ورزش او بدني روزني عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د يو شمېر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو، لسګونو نورو مسئولينو او د هيواد د ګوټ ګوټ څخه نوموتو او مشهورو شاعرانو، ترنم او نعت ویونکو ګډون کړی وو.
په ياده مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه وويل: چې په هيواد کې امن دی، باید ټول هیواد وال د یووالي تر څنګ خپل ثقافت او کلتور وساتي، د شاعرانو او فرهنګپالو څخه مي دا غوښتنه ده، چې د راتلوونکي نسل له پاره داسي شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغیز لاندي رانه شي.
د ا.ا.ا وياند مولوي ذبيح الله مجاهد په خپلو خبروکې وویل: چې فرهنګ او ژبه د ژوند غوندې ارزښت لري، موږ باید د فرهنګ، نسب او ژبي ساتنه وکړو او د اسلام د پرمختګ او ګټې له پاره يې استعمال کړو، چې خوشبختانه افغانانو دا کار کړی دي.
د مشاعرې په لړ کې د هیواد مشهورو او نوموتو شاعرانو او ترانه ویونکو خوندور او په زړه پوري شعرونه، ترنم او نعتونه شریک کړل، چې دشپې تر ناوخته ئې دوام وکړ.
۱۴۰۳/۳/۴ ھ ش
۲۰۲۴/۵/۲۴ ميلادي
