کلتوري آتشې (عربي نړۍ د روسي هنرمندانو له لیده) په نوم جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۱۸
..

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د ااا لوی سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې ښاغلي فضل الهادي حمزه د نړی د خلکو عمومي اسامبلې په رسمي بلنه (عربي نړۍ د روسي هنرمندانو/ نقاشانو له لیده) په نوم جوړ شوي کلتوري پروګرام کې ګډون وکړ.
په دغه کلتوري پروګرام کې د یادې اسامبلې ځانګړو استازو (د کريميا جمهوريت د دولت استازي، د روسيې فدراسيون د بهرنیو چارو وزارت استازي، د عربي نړۍ هېوادونو ډيپلوماتيکو استازو او سفیرانو او روسي هنرمندانو) ګډون کړی وو.
د پروګرام په لړ کې ښاغلي فضل الهادي حمزه د اسامبلې له عمومي استازي او د عربي نړۍ هېوادونو له ډيپلوماتانو سره د کلتوري اړيکو د رامنځته کولو او ټينګښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS