کاپیسا کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۵۶
afgaga

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خبریالانو، د رسنیو له مسؤلینو او یوټيوبرانو سره د همږغۍ غونډه د دې ریاست د ملي راډیو ټلویزیون د آمریت په تالار کې ترسره شوه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق، د رسنیو استازو، خبریالانو او یوټيوبرانو ګډون کړی وو.
مولوي کریم الله وثیق وویل: رسنۍ له ځانګړي ارزښت څخه برخمنې دي او د هېوادونو او ټولنو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي، نوموړي زیاته کړه؛ د  اسلامي امارت مسؤلین تل له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو ملاتړ کوي.
نوموړي له خبریالانو او د رسنیو له استازو وغوښتل، چې د خبرونو او راپورونو په چمتو کولو کې اسلامي، مذهبي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.
د غونډې په پای کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یوټيوبرانو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه مننه وکړه او له دې رياست سره يې د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۶/۸/۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۵ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS