کابل د ٢٠٢٤اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دهمغږى دملي کمېټې دفتر داطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې پرانستل شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۰ - ۹:۳۲
کابل د ٢٠٢٤اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دهمغږى دملي کمېټې دفتر داطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې پرانستل شو .


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت معينانو نن په  ٢٠٢٤ کال کې  داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دکابل  دنومولو دهمغږى دملي کمېټې دفتر په دغه وزارت کې  پرانست .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په دغو مراسموکې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري ، دخپرونودچارو معين عبدالمنان شيواي شرق  د مالي اداري اوګرځندوى معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  او ددغه وزارت يوشمېر سلاکارانو او رييسانو ګډون کړي و
په دغو مراسموکې پوهاند باوري هيله څرګنده کړه چې ددغه دفتر جوړول په  ٢٠٢٤ کال کې  داسلامي فرهنګ  دپايتخت په توګه دکابل  دچمتو کولو لپاره  دتياريو اودپروګرامونو دجوړولو په خاطر  نورو وزارتونو اوبنسټونو ته يوه نمونه  شي .
پوهاند باوري وويل  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په  ٢٠٢٤ کال کې دغو مراسمو ته دکابل  دچمتو کولو  مسووليت لري . او د ٢٠٢٤ميلادي کال کې  داسلامي ثقافت  دپايتخت په توګه  دکابل دغورې  لمانځنې په خاطر په ښو چمتو والي ټينګاروکړ .
ديادونې وړ ده چې په  ٢٠٠٩ کال  کې په باکو کې دايسيسکو دکنفرانس په غونډه کې کابل په  ٢٠٢٤ ميلادي کال کې داسلامي نړۍ دفرهنګي پايتخت په توګه اعلام شوى دى .

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS