ځوانان د هېواد تر ټولو ځواکمنه قوه ده، چې په يووالي سره کولای شي هېواد آباد کړي
يادې څرګندونې تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو آمر محترم مولوي محمد قاسم ریاض د یو شمېر دیني علماوو، محصلینو، ځوانانو، فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، ځوانانو مدیر قاري عبدالباري حنظله، امنيه قوماندانۍ ویاند ځلاند حقاني، سره د ليدنې پر مهال وکړې.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې مولوي محمد قاسم ریاض وویل، ځوانان د یو هېواد تر ټولو ځواکمنه قوه ده، د دې قوې څخه باید د هېواد په آبادۍ او ترقۍکې ښه ګټه واخیستل شي.
نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل، چې په اتحاد او اتفاق سره د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړئ.
د ځوانانو مدیر قاري عبدالباري حنظله د خپلې وينا پرمهال وویل، د اسلامي امارت مسؤلین ژمن دي چې د ځوانانو لپاره کار وکړي او د هغوی نظریات په ورین تندي واوري، ښاغلي حنظله زیاته کړه، چې ددې نظام په راتګ سره ځوانانو قربانۍ ورکړې، اوس مې له ځوانانو غوښتنه داده چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیر محسن عمري، د دې ریاست د مسؤلینو څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ویل، دوی د ځوانانو د تشویق او هڅونې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي او د ډېرو ځوانانو ستونزې یې حل کړي دي.
همدا شان ځوانانو خپلې ستونزې، غوښتنې او نظریات د ځوانانو مدیریت سره شريک کړي، چې ورسره د ستونزو په حل کې د هر راز همکاريو ژمنه وشوه.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش
