پکتیا کې د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۳
....

تېره ورځ د پکتیا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې لخوا د رسنیو استازو، مسؤلینو او د حکومتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.
د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار د رسنيو او حکومتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: په پکتیا کې د ا.ا.ا. په راتګ سره د رسنیو وضعیت ښه شوی او د خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول جدي ستونزې نشته دي او هڅې کوي چې د رسنیز ډګر قوي کېدو لپاره د همغږۍ ناستې لا زیاتې کړي، تر څو د حکومت او رسنیو ترمنځ همغږي او یووالی لاغښتلی شي.
ورپسې د خبريالانو او رسنيو خونديتوب ولايتي کمېټې مسؤل او د پژواک خبريال ساحل منګل وویل: چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب په تړاو وړاندیزونو، ستونزو او حل لارو په موخه دا غونډې جوړېږي، چې د حکومت او رسنيو ترمنځ  اطلاعاتوته د لاسرسي لپاره مهمې دي.
همدارنګه د پکتیا ملي تلویزیون آمر ادم خان اوریاخيل په خپلو خبرو کې وویل: چې حکومت او رسنۍ له یو بل څخه باید ځان بیل و نه ګڼي رسنۍ باید د خپل هېواد ګټو لپاره پر مهمو مسايلو کار وکړي.
د ناستې په پای کې د بېلابېلو رسنيو استازو، خبريالانو، حکومتي ادارو وياندويانو او مسؤلينو ترمنځ د ګډې همغږۍ ستونزو حل، اړتياوو، غوښتنو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه آزاد بحث وشو.

۱۴۴۵/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS