پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: سياحتي شرکتونه دې دکرونا ناروغۍ دخپريدو په مخنيوي کې همکاري وکړي
کابل /دکب ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دعتبات عاليات، زاير او عمرې دسياحتي شرکتونو داتحاديو له مسوولانو سره فوق العاده غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهنيارې مصطفوي له ټولو سياحتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د مسافرانو له لارې دکرونا ناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر مخنيوونکي تدبيرونه ونيسي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معينې ټينګار وکړ هغه مسافران چې د دغو شرکتونو له لارې په تېره يوه مياشت کې هېواد ته راستانه شوي دي په هغه صورت کې چې په هغو کې دکرونا ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو شي ، دعامې روغتيا وزارت له لوري ټاکل شويو مرکزونو ته ورشي .
دغه راز په دې غونډه کې دکرونا ناروغۍ په تېره بيا دسياحتي شرکتونو دمسافرانوله لارې د دغې ناروغۍ دخپريدود مخنيوي په مقصد دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خبرې وشوې او ټينګار وشو چې په دې برخه کې بايد دسياحتي شرکتونو مسوولان هم همکاري وکړي .
دسياحتي شرکتونو مسوولانودکروناناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل او په دې لاره کې يې خپله همکارى هم څرګنده کړه
