پوهاند محمد رسول باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کړنې وستایلې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۹:۳۵
پوهاند محمد رسول باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کړنې وستایلې


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري د هېواد ختیځ ته په سفرکې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو شمېر رياستونو او د هېواد د ټولو ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان یې هم ملتیا کوي، د لغمان له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په کتنه کې د یادې ادارې کړنې وستایلې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې پوهاند باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست فعاليتونه وستايل او له ټولو رييسانو يې وغوښتل چې له دغه ولايت څخه دې رغنيز او د يووالي پيغامونه له ځان سره يوسي، څو هغه بهرنيان چې افغانان نه يو ځای کېدونکی ولس ګڼي، هغوی ته ثابته شي چې افغانان نه بېلېدونکی او نه ماتېدونکی ولس دی.
تمه ده د پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ پلاوی به په دغه فرهنګي سفر کې چې موخه یې د حماسي شاعر ارواښاد ملنګ جان د زوکړې د ۱۰۵ کالیزې نمانځل او د جونکړې پرانيستل دي؛ د ننګرهار او کونړ له بېلابېلو سیمو څخه هم لېدنې وکړي
.
کابل/ دسلواغې۲۴مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS