پوهاند محمد رسول باوري: د باميانو د فرهنګي ميراثونو ترميم په لومړيتوب کې ځاى لري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د باميانو له والي محمد طاهر زهير سره په دغه ولايت کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې کتنه کې چې د دغو دواړو ترمنځ وشوه؛ په باميانوکې د فرهنګي ميراثونو په ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند په خبرو سربېره، د باميانو د سمڅو د ترميم په اړوند هم خبرې وشوې.
پوهاند باوري وويل چې د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو ساتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دندو يوه برخه ده او باميان د هېواد يو تاريخي ښار دى او د هغه تاريخي آثار او آبدات د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په فهرست کې شامل دي.
هغه وويل چې د دغه ولايت د آثارو او آبداتو د ترميم لپاره يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې دي.
دغه راز د باميانو والي د دغه ولايت د لرغونپېژندنې پارک جوړول او د تاريخي آثارو او آبداتو ساتنه او ترميمول مهم او ارزښتناک وبلل.
