پوهاند باوري: د نوروز جشن په پر تم سره ونمانځل شي
د نوروز جشن د ترسره کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاري کمېټې لومړى غونډه نن جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري وويل چې دغه غونډه د نوروز جشن د ملي کمېسيون د تشکيل، د نوروز جشن د ترسره کولو د څرنګوالي او د دغه جشن د جوړولو لپاره د بودجې په اړه جوړه شوه.
د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې ؛ د نوروزجشن بايد په ټول افغانستان کې په پرتم سره ونمانځل شي او په دې جشن کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت فعاليتونه په پراخ ډول وښودل شي.
د غونډې غړو د تېروکلونوپه نسبټ په متفاوت ډول د نوروزجشن د جوړولو په اړه ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د نوروزجشن جوړول بايد په کابل پورې محدود نه شي او د هېواد په ټولو زونونوکې د نوروز جشن د اطلاعاتواوفرهنګ د وزارت له خوا ونمانځل شي.
کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
