په کندهار کې د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم په منقبت کې شانداره نعتیه مشاعره ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۵۴
......

 

د کندهار ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم په منقبت کې شانداره نعتیه مشاعره ترسره شوه، چې پکې  د یاد ریاست رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د ښاروالۍ مرستیال مولوي قدرت الله وصال، د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم، اداري مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
په پیل کې ښاغلي سمنګاني خبرې وکړې او ویې ویل، چې اوس زموږ په هېواد کې ازادي، امنیت او یو اسلامي نظام قائم شوی او شرعي امير هم لرو چې په ټول هېواد کې پوره واک لري، نو تر بل هر وخت ډېر دلته شرعي ارزښتونو ته اعتبار ورکول کیږي. 
ښاغلي سمنګاني زیاته کړه، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي زموږ ویاړ ده، باید هر وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادات او سنت په خپل ژوند کې عملي کړو، تر څو په دنیا او اخرت کې کامیابي تر لاسه کړو. 
همدا رنګه د ښاروالۍ مرستیال ښاغلي وصال بیا په خپلو خبرو کي وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق او صفات بي شمېره دي، په ژوند کې یې د مسلمانانو او کفارو سره اخلاق او کړه وړه بې ساري دي، هغه غوښتنه وکړه، چې باید په خپل ټول ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت عملي کړو.
وروسته د مشاعرې په برخه کي شاعرانو او نعت ویونکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ژوند، اخلاقو او صفاتو بېلا بیل نعتونه او شعرونه وویل.

۱۴۴۵/۳/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS