په کندز کې له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۴۱
2wed

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو د مسؤلينو په حضور کې د همږغۍ غونډه وکړه، چې پکښې د رسنیزو همکاریو او د خبریالانو د ستونزو په اړه بحث وشو.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي گل محمد الیاس د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر ارزښت او د خبریالانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ، نوموړي خبریالانو ته توصیه وکړه، چې د حقیقت بیانولو او د ملي ګټو ساتلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او خپلو مسؤلانه او دقیقو راپور ورکولو ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې د رسنیو مسؤلينو اطلاعاتو ته د لاسرسي، مالي او نورو ستونزو یادونه وکړه او له دولتي بنسټونو یې د قانوني ملاتړ غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

زابل کې د محمد هوتک له مزار څخه لیدنه وشوه

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد د دې ریاست د نورو مسؤلينو په ملتيا په سیوري ولسوالۍ ممو کلي کې د محمد هوتک له مزار څخه لیدنه وکړه.
محمد هوتک د داود خان هوتک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۵۳
Background image

د زرنج ښار له یو شمېر لیکوالانو او کلتورپالو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۴۱
Background image

په کندز کې له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو د مسؤلينو په حضور کې د همږغۍ غونډه وکړه، چې پکښې د رسنیزو همکاریو او د خبریالانو د ستونزو په اړه بحث وشو.
د کندز. . .

BACK TO NEWS