په کندز کې له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو د مسؤلينو په حضور کې د همږغۍ غونډه وکړه، چې پکښې د رسنیزو همکاریو او د خبریالانو د ستونزو په اړه بحث وشو.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي گل محمد الیاس د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر ارزښت او د خبریالانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ، نوموړي خبریالانو ته توصیه وکړه، چې د حقیقت بیانولو او د ملي ګټو ساتلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او خپلو مسؤلانه او دقیقو راپور ورکولو ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې د رسنیو مسؤلينو اطلاعاتو ته د لاسرسي، مالي او نورو ستونزو یادونه وکړه او له دولتي بنسټونو یې د قانوني ملاتړ غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل