په کاپیسا کې (ځوانان او د اسلامي نظام پر وړاندې يې مسؤلیت) سمینار ترسره شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۴
ghjk

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري (ځوانان او اسلامي نظام پر وړاندې يې مسؤلیت) تر سرلیک لاندې د ځوانانو د فکري روزنې په موخه یو ورځنی سمینار ترسره شو.
د سمینار په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق د ګډونوالو هرکلی وکړ او ویې ویل: ځوانان په ټولنه کې ځانګړی مقام لري، نو ځکه باید د خپلو علمي او فکري وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅه وکړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر اظهارالله عاصم د مسؤلینو او ځوانانو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د ځوانانو چارو آمریت تل د ځوانانو د روزنې او پرمختګ ملاتړ کړی او دا لړۍ به دوام ولري.
ورپسې د ياد سمينار ( ځوانان او د اسلامي نظام پر وړاندې يې مسؤولیت) په اړه ځوانانو ته هر اړخيز او مفصل معلومات ورکړل شول.
په پای کې د سمینار ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې پروګرام له جوړولو څخه مننه وکړه او له یاد ریاست څخه یې د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS