په کاپیسا ولایت کې د چهارمغز جشن جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۱۱
۱۲ث

د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د سيمه ييزو مسوولينو، علماوو، فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو او ځوانانو په ګډون په نجراب ولسوالۍ کې د چهارمغز جشن جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثيق د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه جشن په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: کاپيسا ښکلې آب و هوا لري او په دې خاوره کې د لوى خداى (ج) زيات نعمتونه شته، کاپيسا ته هر کال ګڼ شمېر خلک د طبيعي منظرو د ليدو لپاره راځي.
ښاغلي وثیق د دغه جشن هدف د هیواد د ښکلاګانو معرفي کول یاد کړل او زیاته یې کړه: دا ډول جشنونه د هیواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
ورپسې د نجراب ولسوالۍ مرستيال مولوي مقدس احمدي وویل: د نجراب ولسوالي ښکلې دره او خوندورې میوې لري، چې چهارمغز د دې ولسوالۍ یوه له ځانګړو میوو څخه ده، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه مننه وکړه، چې دا ډول جشنونه جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې د جشن په پای کې شاعرانو خپل شعرونه او ليکوالانو خپلې مقالې د جشن ګډونوالو ته واورلې.

۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS