په کابل کې د افغاني تولید شویو فلمونو جشنواره جوړېږي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۲:۱۶
 په کابل کې د افغاني تولید شویو فلمونو جشنواره جوړېږي

د افغان فلم رييس وايي تر راتلوونکو څو ورځو پورې د دغه رياست او د ملي راډيو تلويزيون له خوا توليد شوي ٣٥ مستند او داستاني فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

د افغان فلم رييس جاويد افغان يوې خصوصي راډيو ته ويلي چې په دغو فلمونو کې  لس مستند فلمونه او ٢٥ داستاني فلمونه شامل دي چې د همدې اوونۍ ترپاىه پورې د اريانا په سينما او د يوه خصوصي پرودکشن له لارې نندارې ته وړاندې کېږي.

افغان وويل چې دغه فلمونه د ځوانو فلم جوړونکو له  خوا توليد شوي او زياتره معلوماتي او روزنيزه جنبه لري.

په دغو فلمونو کې  د تخار په نامه  يو مستند فلم شته چې په کې د تخار ښکلې سيمې معرفي شوې دي، په همدې ډول لنډ داستاني فلمونه هم لرو چې د پنجشنبې په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

د افغان فلم رییس زياته کړه چې د دغو فلمونو په توليد کې کمې پيسې لګول شوې دي.

د افغان فلم رييس وايي چې دغه  فلمونه د هرات – تخار او د مشرقي  ولايتونو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې توليد شوي چې ښځو او نجونو په کې هم رول لوبولى دى.

کابل، د وږي ٨ مه، باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۶
Background image

د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پکتیا او کندوز ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د د اطلاع رسونې بهیر لا ښه والي او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو اوریدو په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي. . .

BACK TO NEWS