په پنجشیر کې د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو لپاره ژمني کورسونه پیل شول

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۹:۴۲
jjj

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له‌ خوا د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو په موخه  ژمني کورسونه پیل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده د دې کورسونو د رسمي پرانیستې پر مهال د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د زده‌ کړو د زمینې برابرولو په اړه د تعهد څرګندونه وکړه.
 نوموړي وویل: دغه کورسونه د ځوانانو د علمي پرمختګ او ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوي او درې میاشتې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ په دې کورسونو کې د کمپیوټر او انټرنیټ د زده ‌کړې پروګرامونه شامل دي، ژمني کورسونه د ۲۰ کمپیوټرونو، مناسبو میزونو او څوکيو، پروجیکټور او نورو اړینو توکو په مرسته سمبال شوي دي.
د مسؤلينو په وينا؛ دا مهال شاوخوا ۳۰۰ ځوانانو دې کورسونو ته نوم‌ لیکنه کړې او درسونه د سهار او ماسپښین په دوو وختونو کې شروع کېږي.

۱۴۴۶/۶/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۰ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل ژورنالېزم انسټيټيوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړو لړۍ پيل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې آمريت له لورې د کابل ژورنالېزم انستیتیوت ۳۷ تنو زده کړیالانو ته يوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل شوه، چې دوه ورځې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

BACK TO NEWS